اسراییلي حکومت خپلو وګړو او هغو کسانو ته چې د ایران د وروستیو سترو توغندیزو بریدونو د زیان اړولو ویډیوګانې خپروي خبرداری ورکړی، چې بل هدف به تاسې وئ. د راپورونو له مخې په اسراییل کې مېشتو وګړو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړې، د اسراییلو دفاعي سیستم پکې بې وسه شوی ښکاري او ټول ایراني توغندي په اسراییل کې د ننه لګېږي. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اسراییلو ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې دي. تردې وړاندې داسې د اسراییلو د دفاعي سیستم په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې که چیرې د ښکېلو اړخونو ترمنځ کړکیچ همداسې دوام وکړي، نو د اسراییل دفاعي سیستم به تر ۹ ورځو زیات دوام ونه شي کړای.








