ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د دغه وزارت تر دویمې خبرتیا پورې هر ډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړ شوه. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، مسافر وړونکي موټرې به اوس هم پر اصلي مسیر نه ځي او پر فرعي لار به تګ راتګ کوي. هغه وايي، د ټولګټو وزارت له یوه لوري پر دغه لار کار کوي او له بل لوري غواړي چې سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړي. د سالنګونو اصلي مسیر د روان کال د غبرګولي په ۲۰مه د جوړولو په موخه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوی و.