د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې چین له دغه وزارت سره د انفلونزا او «مینیننګژیت» ۶۶ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د چین له مرستو هرکلی کړې دی. نوموړي د واکسینو د ګمرکي چارو پر غوره مدیریت ټینګار کړی؛ څو د واکسینو کیفیت خوندي پاتې شي. د .چین استازي هم د دغه هېواد له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته په اشارې ویلي چې دا مرستې به لا پراخې او نورو برخو ته هم وغځوي