د کندهار ولایت ځایي چارواکي وايي، چې په دامان ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی پرانیستل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو. د کور او ښار جوړولو وزارت د مالوماتو له مخې یاد ښارګوټی په ټولیز ډول ۱۵۱۰ جریبه دولتي ځمکه جوړ شوی، چې په کې ۱۱۴۰ نمرې جوړې شوې دي. یادې نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې دي.