د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي. ترمپ زیاته کړې هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې (که تراوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه.) دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره ورځ هم ویلي و چې پوتین «بیخي لیونی شوی دی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی. کرملین بیا د نوموړي د دې خبرو په غبرګون ویلي و، چې د ټرمپ دا څرګندونې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. بلخوا د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، یوازینی ناورین چې په ریښتیا د اندېښنې وړ دی، درېیمه نړۍواله جګړه ده.