د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوهاړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي. د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې ارزښتناکې وبللې او د مختلفو برخو لکه سوداګرۍ، ترانزيټ، کډوالۍ او سياسي همغږۍ په اړه يې د لا پراخو همکاريو غوښتنه وکړه. ښاغلي متقي ټينګار وکړ چې د افغان کډوالو بېرته ستنول بايد د “تدريج اصل” ته په کتو ترسره شي. بلخوا، د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي وويل چې دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو نوې پړاو ته په ګډه لاړ شي. نوموړي د افغان کډوالو بېرته تګ باعزته او تدريجي وباله، او ژمنه يې وکړه چې په ايران کې به افغان کډوالو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.