د ایران د کورنیو چارو وزارت د بحران مدیریت د ادارې ویاند حسین ظفري ویلي، چې په رجایي بندر کې د اور وژنې عملیات او پروسه ممکن له ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وخت ونیسي. هغه زیاته کړې، چې د کانټینرونو دروازې باید یو په یو خلاصې شي، کانټینرونه باید وکتل شي، یخ شي، په بشپړه توګه د اوبو سره مړ شي، او بل ځای ته ولیږدول شي. په ورته مهال د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د دوی دوو الوتکو د ایران په شهید رجایي بندر کې له ۱۳۰ ټنو څخه زیاتې اوبه شیندلې دي. تېره ورځ، رسمي سرچینو د بندر عباس په رجایي بندر کې د چاودنې له امله د ۷۰ کسانو د مړینې او ۱۲۰۰ نورو د ټپي کېدوخبر ورکړی و.