د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي. د یادونې ده چې مولوي امیر خان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته په سفر تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي، چې امیر خان متقي به د قطر د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د هغه هېواد ګڼو نورو چارواکو سره پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو بحث او خبرې وکړي.