د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي او د افغانسان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس انند پرکاش کتلي دي. د ښاغلي حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې په دې کتنه کې یې له انند پرکاش سره یې د سیمې د حالاتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې تر څنګ د محصلینو ستونزو د حل غوښتنه کړې. په دې ناسته کې هغه دغه راز د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم ټیینګار کړی دی.