د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار ) ویلي، چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستان څخه هېواد ته نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر عرفات جمال دا څرګندونې پرون له تورخم څخه د لیدنې پرمهال کړې دي. د نوموړي په خبره، په راستنو شویو کې نجونې او مېرمنې هم شته چې زدهکړو او کار ته د محدود لاسرسي په برخه کې له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخې دي. هغه زیاته کړې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د بېړنیو مرستو په وړاندې کولو له هغوی ملاتړ کوي، خو اړتیاوې زیاتې دي.