د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کندوز په اړوند سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوړتناژ تله ولګول شوه. دغه تله د کندوز د دشتارچي ولسوالي اړوند دشتابدان سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او سړک خرابېدو مخنیوي لپاره لګول شوې ده. د یاد وزارت د چارواکو په وینا، د یادې تلې د جوړېدو چارې د تېرکال تلې میاشت کې پیل شوې وې چې د یاد ولایت د ټولګټو ریس عبدالخالق حقمل او نورو چارواکو له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.