د بغلان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان کې د نږدې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲ زره ټنه ګچو د استخراج چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د مرکزي بغلان ولسوالۍ له دره اسفر سیمې څخه د یاد ګچ د استخراج چارې د یوه داخلي شرکت له لوري د نږدې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د بغلان ځایي چارواکي وایي، چې یاد ولایت د کانونو د سرچنیو له پلوه یو له بډایو ولایتونو څخه دی. دوی زیاتوي چې اوس د یاد ولایت په نهرین، مرکزي بغلان، اندراب ولسواليو او پلخمري ښار کې د ګچو ۵ فعال کانونه شتون لري او په لوړ کیفیت ګچ تولیدوي.