د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وایي، چې پرون ۷۶۹ کورنۍ، چې شمېر یې ۳ زره او ۷۴۳ تنه کېږي، له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمیسیون په وینا، پرون له ایران څخه هم ۲ زره او ۱۸۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. یاد کمېسیون ویلي، چې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي مرستو ترڅنګ د لنډ مهاله میشتېدنې، ترانسپورټ، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې خدمتونه هم وړاندې کړې دي.