د بغلان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې یې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۷ زره کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. د یاد ولایت د سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي برخې همغږي کوونکي سید صفي الله هاشمي رسنیو ته ویلي چې چې په تېره یوه میاشت کې دې ټولنې ۱۷ زره ۵۷۸ کسانو ته بېلابېل روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، چې په لرې پرتو سیمو کې خلک زیاتو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او افغاني سره میاشت باید په دغه ولایت کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه زیات کړي څو د ډېرو ناروغانو درملنه وکړي.