د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست او موسسو لخوا په بېلابېلو ولسواليو کې ١١ زره هکتاره څړځایونه، چې د واورې د ښويدنې او سېلابونو له امله له منځه تللي وو بيارغول شوي دي. د نورستان سرپرست والي زين العابدين عابد ویلي، چې د دغه ولایت د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ ٢٥٠٠ هکتاره نور ځنګلونه په بېلابېلو برخو کې رغول شوي دي. نوموړي ویلي، د دې ترڅنګ یې د اوبو حوزونه جوړ کړي او ۲۵زره مالدارانو ته یې مرکز او ولسوالیو کې حیواني خوراکي توکي هم وېشلي دي.