د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی. دیاد وزارت ویاند همایون افغان په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي چې د هوا په ګرمېدو به د دې نللیکې چارې ګړندۍ شي. نوموړي زیاته کړې چې تاپي پروژې بشپړول یې لومړیتوب دی او د بشپړېدو د چټکتیا لپاره یې هیلې شته. تاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی. د دې پروژې چارې د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته ګړندۍ شوې، خو لا بشپړه نه ده. د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري بوختیاوې هم برابرې شي.