ملګرو ملتونو له اسراييلو غوښتي بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ننوځي ځکه هلته څه باندې دوه میلیونه فلسطېنیان د خوراکي توکو، درملو او برېښنا له کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، خوراکي توکي نه پرېښودل کیږي چې غزې ته ننوځي. د اسراييل له لوري پر غزې د بشري مرستو بندیز نږدې لس ورځې مخکې پیل شوی.