د فیلیپين پخوانی ولسمشر رودریګو دویترېت چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې پر بشر ضد جرمونو تورن دی نن د پلازمېنې مانیلا هوایي ډګر کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د هغه د نیولو لپاره د جرمونو نړۍوالې محکمې هم حکم صادر کړی و. رودریګو دوېترېت د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د فیلیپین ولسمشر و خو اوس پرې تورونه دي چې زرګونه کسان یې وژلي دي. هغه له دې مخکې ویلي و چې پولیسو ته یې یوازې له ځانه د دفاع په صورت کې د ډزو امر کړی و.