د پانامې حکومت د افغانانو په ګډون لسګونه هغه کډوال خوشې کړي، چې له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته د دغه هېواد په پنډغالو کې ساتل کېدل. د پانامې حکومتي چارواکو دغو کډوالو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي. د پانامې حکومت ویلي، کډوال کولی شي د ۶۰ نورو ورځو لپاره دلته پاتې شي؛ خو وروسته له هغې به د ډېرو برخلیک ناڅرګند وي. په خوشې شویو کسانو کې د پاکستان، ایران او روسیې کډوال هم شامل دي. له امریکا څخه د دغه اېستل شویو کډوالو په تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې د هوټلونو له کړکیو یې پر سپینو پاڼو لیکل کړي وو او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.