د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، یوازې د روان زیږیز کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ زره او درې سوه افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي. د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په دغو راستنو شویو کې شاوخوا زر کسان په جبري ډول افغانستان ته استول شوي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو. راپور زیاته کړې چې په راستول شویو زرو کسانو کې ۸ سوه کم او زیات یې ښځې او ماشومان دي چې د بېلابیل ډول اسنادو درلودونکي دي. راپور زیاته کړې چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.