اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ارجنټاین حکومت د یوه ویاند له قوله لیکلي چې د ارجنټاین ولسمشر د روغتیا له نړیوال سازمان سره د ژورو اختلافاتو له امله له دغه سازمانه د ارجنټاین د وتلو پرېکړه کړې ده. سرچینې ویلي، چې دغه هېواد په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان د تګلارو مخالف و، چې په خبره یې د دغه ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان لارښوونو په تاریخ کې تر ټولو ستر بندښت ته لار هواره کړه. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم د کرونا ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د پاتې راتللو او ځینو نورو دلایلو له امله له دغه سازمانه د وتلو پرېکړه کړې وه.