د خوست امنيه قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ نن د د دغه ولایت له مرکزي بندخونې ۱۸۳ بندیان خوشې شول. خبرپاڼه کاږي چې په دغه بندخونه کې د ۲۷۸ بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده. له بنده خوشې شوي کسان وايي، چې د بند په موده کې ورسره د زندان ساتونکو ښه چلند کړی دی.