د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې روان کال له دغه ولایت څخه ۲۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې دغه شمېر سیلانیانو د یاد ولایت له طبیعي جاذبو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، دا په داسې حال کې ده چې تېرکال پنجشېر ته ۱۰۰ زره کورني او ۲۳ بهرني سیلانیان ورغلي و. بهرني سیلانیان د جاپان، پاکستان، استرالیا، سکاتلنډ، روسیې، امریکا، چین، جرمني او ایټالیا هېوادونو و. د یاد ولایت ځایي چارواکو د سیلانیانو د زیاتوالي اصلي لاملونه د پنجشېرطبیعي جاذبې خوندوره هوا او تفریحي سیمو درلودل ښودلي دي.