یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ټرمپ د حکم له مخې، امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې چې په کې د امریکايي پوځي همکارانو د کورنیو غړي هم شامل دي، لغوه شوي دي. په دې ډله کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې په امریکا کې د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته په تمه دي. د رویټرز په وینا، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت چې د امریکا د کډوالو د پروګرام څارنه کوي، تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي. رویټرز لیکلي، اوسمهال زرګونه افغانان چې په امریکا کې د کډوالو په توګه د اوسېدلو لپاره منل شوي دي، د افغانستان په ګډون په درېیمو هېوادونو لکه پاکستان کې الوتنو ته په تمه دي.