د جوزجان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په اقچې ولسوالۍ کې ۹۳۸ بزګرو ته د ۱۰۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د مسوولینو په خبره دغه پروژه د اېکشن ایډ موسسې په همکارۍ د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او په اقچې ولسوالۍ کې د کرنې د زیربناوو د پراختیا په موخه پیل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې د اوبولګولو کانالونو پاکول، د ویالو کیندل او د کرنې اړوند زیربناوو جوړول شامل دي او هر بزګر به په دې پروژه کې ۱۰۰ ورځې کار کوي او د دې پروژې په پای کې به هر بزګر ۵۰۰ ډالر ترلاسه کړي.