د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې ۴۵زره او ۷۰۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده. له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستانه را اېستل شویو افغانانو تل ویلي دي، چې افغانستان ته د رسېدو پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ځکه هغوی د راستنېدو پرمهال خپل هرڅه په کوربه هېوادونو کې پرېښې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو له څلور میلیونو زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.