د پکتیکا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۹ پنځه پوړیزو مارکېټونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. د دغو مارکېټونو مالک رییس نیازي ویلي، چې په هېواد کې د بشپړ امنیت تامین، د حکومت او ولس ترمنځ صمیمانه اړیکې، د ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکټور لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول هغه فکتورونه دي چې هغه یې دې پانګونې ته هڅولی دی. نوموړي زیاته کړه چې دغه پانګونه به د ښرنې ښار د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وي.