د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرنټیکس خبر ورکړی، چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان او سوریې د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی. فرنټیکس وايي په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د نامنظمو کډوالو شمېر ۲۳۹ زرو ته ټیت شوی او لامل یې ددغې ادارې او همکارو سازمانونو له خوا د انساني قاچاق کوونکو ډلو په خلاف سخت دریځ ښودلی دی. فرنټیکس د مرکزي مدیترانې له لارې د کډوالو په شمېر کې د ۵۹ سلنه کمښت لامل له تونس او لیبیا څخه د تلونکو کډوالو د کښتیو په شمېر کې کموالی ښودلی دی. نامنظمه کډوالي د اروپا په سیاست کې د پام وړ موضوع ګرځېدلې او د جرمني په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو په انتخاباتي مبارزو کې ښي اړخو ګوندونو د کډوالۍ په اړه د سخت دریځ غوره کولو هوډ څرګند کړی دی.