د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدللطیف منصور د دغه بند د پرانیستې مراسمو کې وویل، چې یاد بند به کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي. د نوموړي په خبره؛ دغه بند چې د څهباندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی، کولی شي، د کابل ۲۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو د زمینې برابرېدو سربېره ۳ زره او ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوب کړي. په دغه پرانیسته کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې د دې پروژې تطبيق د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره یو ستر ګام دی. نوموړی وايي، چې دغه بند به د کرنې او انرژۍ اړتياوې پوره کړي او د افغانستان په اقتصادي وده کې به مهم او ارزښتناک رول ولوبوي. دغه بند د ۱.۲ مېګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ د ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.