د چین آسیا ژمنۍ لوبې/ مهالویش
ایډي: 8409911
نېټه: 28 دسمبر 2024/وروستی
ځای: چین؛
موده: ۵۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وگړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-12-2024 01:45
وروستی سمون: 2024-12-29 01:49
بشپړ خبر
د اسيايي ژمنيو لوبو رسمي مهالوېش د شنبې په ورځ د چين د شمال ختيځ هیلونګ جیانګ ولايت په هاربین ښار کې د دې سياليو د تنظیم کمېټې لخوا اعلان شو.
ټاکل شوې د اسيا د ٩مې دورې دغه ژمنۍ لوبې به د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ٧مې نېټې څخه د فبرورۍ میاشتې تر ١٤مې نېټې پورې د چين په هاربین ښار چې د ژمي په سختو يخونو کې د “ژمني ښار” په نوم شهرت لري ترسره شي، د تنظیم کمېټې د تازه خپاره شوي مهالوېش له مخې به د دې لوبو د آیس هاکي او کرلینګ نومې سیالۍ د هېوادونو او سیمو د زیات شمېر ګډون کوونکو له امله د نورو سیالیو څخه وړاندې پيل شي.
په پام کې ده چې د آیس هاکي سیالۍ به د فبرورۍ په درېیمه نېټه پیل شي، پداسې حال کې چې د کرلینګ سیالۍ به یوه ورځ وروسته د فبرورۍ میاشتې په څلورمه نېټه شروع شي.
ویل کېږي، د سیالیو د ۱۲ ورځو په اوږدو کې به د اسیایي هېوادونو او سیمو ورزشکاران په شپږو لویو سیالیو، ۱۱ فرعي سیالیو او ۶۴ بېلابېلو سپورټي سیالیو کې له یو بل سره لوبې وکړي.