د ترکیې سمندري ځواکونو ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي په شمالي څنډه کې نیولي دي. انادولو اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې سمندري ځواکونو دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي چې ۱۶ تنه ماشومان هم پکې شامل دي. نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي. په داسې حال کې چې ډېری افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په موخه ځانونه په خطر کې اچوي. هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو راپورونه ورکول کیږي، چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.