په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما له یوې خپرې کړې ویډيو سره لیکلي، چې افغانستان له لسیزو جګړو او نښتو وروسته، د هغوی هېوادونو په کتار کې دی، چې تر ټولو ډېر له خښ کړای شویو ماینونو اغېزمن دی. یوناما دغه راز ویلي، چې په دغه هېواد کې هره ورځ له جګړو پاتې ناچاوده توکي او ځمکني ماینونه د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي. د يادونې وړ ده چې په هېواد کې له کلونو جګړو وروسته لا هم د پټ دښمن په توګه تر ځمکې لاندې ښخ شوي ماينونه او له جګړې پاتې مهمات له ملکي وګړو قرباني اخلي. د هېواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې زرګونه ماینونه خښ شوي او د نړیوالو بنسټونو له خوا د میلیونونو ډالرو په لګولو سربېره هم دا ستونزه بشپړه حل شوې نه ده.