د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا / د هند پخوانی لومړی وزیر
ای ډي: 8409704
نېټه: د دسمبر 27، 2024
ځای: چین
موده: ۴۳ثانیې
سرچینه (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-12-2024 01:26
وروستی سمون: 27-12-2024 01:49
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعه په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، چې هېواد یې د هند د پخواني لومړي وزير من موهن سینګ په مړينه ژوره خواشيني څرګندوي او د دغه هېواد خلکو او د هغه کورنۍ سره خپلې همدردۍ شریکوي.
نوموړې د یاد خبري کنفرانس پر مهال د هند حکومت له خلکو او د هغه له کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې ښاغلی سینګ یو مجرب هندي سیاستوال او مشهور اقتصادپوه و چې د چین او هند اړیکو ته یې مثبتې لاسته راوړنې ورکړې دي. دلومړي وزیر په توګه د هغه وخت پر مهال، چین او هند د سولې او پرمختګ لپاره ستراتیژیک او همکارانه مشارکتونه رامنځته کړي و او د پولو د ستونزو د حل لپاره یې د سیاسي لارښوونې توافق کړی و.
د یادونې وړ ده، چې من موهن سینګ د پنجشنبې په ورځ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د هند د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه، چې د کانګرس ګوند او د هغه د متحدینو په مشرۍ یې یوه ائتلافي حکومت رهبري کاوه.