د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د یوناما د راپور لمخې پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکي وګړي وژلي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي. خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی چې، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د وینې تویولو امر کوي، تېر نومبر میاشت یې هم په اسلام آباد کې د سوله ییزو لاریون کوونکو د وژلو امر کړی و. هغه ویلي، د بې ګناه ملکي وګړو وژنه د اسلامي اصولو خلاف ده او د پاکستان دا کړنې خپله د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې او ویجاړونکې دي چې باید پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي.