د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/جاپان
ای ډي: 8409284
نېټه: د دسمبر 24، 2024
ځای: چین
موده: ۴۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وگړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-12-2024 00:27
وروستی سمون: 2024-12-24 04:04
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماؤ نینګ ویلي، چې هېواد یې له جاپان سره د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره چمتو دی او غواړي له دغه هېواد سره ثابتې او رغنده اړیکې جوړې کړي.
نوموړې د سه شنبې پر ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکیشي ایوایا به د نن چهارشنبې په ورځ د چین د حکومت په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر او د کمونست ګوند د سیاسي بیورو له غړي وانګ يي سره به خبرې اترې وکړي.
هغې زیاته کړې، چې دوی به د چین او جاپان ترمنځ د کلتوري او ولسي اړیکو په اړه په دویمه لوړه کچه غونډه کې هم ګډون وکړي.
ماو وویل چې په تېر نومبر کې په لیما کې د اپیک د اقتصادي مشرانو په غونډه کې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د جاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا هوکړه وکړه چې د لوړ کچې تبادلې جاري وساتي او د اقتصادي، کلتوري او نورو برخو کې د خبرو اترو میکانیزمونه ښه وکاروي. نوموړې دغه راز وویل، چې چین د بهرنیو چارو وزیر تاکیشي ایوایا سفر ته ارزښت ورکوي او چمتو دی چې له جاپان سره په ګډه د ګډو ګټو په تمرکز، د خبرو اترو او اړیکو د پیاوړتیا، عملي همکارۍ د ژورولو، او د توپیرونو په سمه توګه د مدیریت کولو کې کار وکړي. دوی به په ګډه د چین او جاپان د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا ته وده ورکړي او د نوي دور اړتیاوو ته په ځواب د رغنده او ثابتو اړیکو د جوړولو لپاره هڅه وکړي.