د ملي دفاع وزارت د پاکستاني هوایي برید په اړه غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي چې دا برید به بې ځوابه پاتې نه شي. د ملي دفاع وزارت په یوې رسمي خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو بمباري غندي او هغه د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “اسلامي امارت به دا برید بې ځوابه پرې نږدي. موږ له خپل حریمه دفاع خپل مسلم حق بولو.” د یاد وزارت په وینا، په دغه برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي چې ډېری یې کډوال وو، په نښه شوي دي. وزارت دا عمل یو وحشیانه او د انسانیت ضد اقدام بللی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې اړه تبصره کړې ده. خلیلزاد ویلي، “ښکاري چې پاکستاني جېټ الوتکو نن شپه (سې شنبه) د پکتیکا په برمل ولسوالۍ بمبار کړی دی.” هغه دواړو خواوو ته د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې باید د یو بل پر وړاندې د افرادو او ډلو له لوري د خاورې د کارونې او امنیتي ګواښونو پېښولو مخنیوی وکړي.
په دې پېښه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د سیمې خلکو او عیني شاهدانو لخوا تایید شوې ده. ځینو سرچینو ویلي چې دغه بمباري د شپې په مهال شوې او په ځانګړي ډول هغه سیمې یې په نښه کړې چې هلته بې ځایه شوي کډوال ژوند کوي. د پېښې په اړه کره شمېرې تر اوسه نه دي خپرې شوي.