د چین سولر پروژه/چارې
ای ډي: 8408793
نېټه: د دسمبر 20، 2024/وروستی
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دردیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-20 22:50
وروستی سمون: 2024-12-20 22:52
بشپړ خبر
چین په شینجیانګ کې د روچنګ په سیمه کې خپله تر ټولو لویه د لمریزې انرژۍ پروژه فعاله کړې چې هدف یې د پاکې انرژۍ کارونې زیاتوالی او د ککړتیا مخنیوی دی. دغه پروژه د چاپېریال ساتنې او د دوامدارې انرژۍ پراختیا لپاره د چین یو مهم ګام ګڼل کېږي.
دغه څلور ګیګاواټه پروژه چې د تکلمکان دښتې په سوېل ختیځه څنډه کې موقعیت لري، د چین په شګلنو، ډبرینو او دښتو سیمو کې تر ټولو لویه د لمریزې انرژۍ پروژه بلل کېږي.
کله چې دغه پروژه فعاله شي، هر کال به ۶.۹ میلیارد کیلوواټه پر ساعت برښنا تولید کړي چې د دوو میلیونو کورنیو د بریښنا اړتیا پوره کولای شي. دغه پروژه د چین سره د کاربن ډای اکساید د ۵.۷۱ میلیونه ټنه کمولو کې هم مرسته کوي.
دغه پروژه د ۹,۰۰۰ هکتاره ځمکې په مساحت کې موقعیت لري، ۱,۲۸۰ د بریښنا تولید واحدونه او څلور لوی ۲۲۰ کیلوولټه سبسټیشنونه لري.
د روچنګ لمریزې انرژۍ پروژه چې د تیانجین د چین ګرین برښنا پانګوونې شرکت لخوا یې چارې پرمخ وړل کېږي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال په اګست کې یې چارې پیل شوې دي.