د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/سربیا
ای ډي: 8408828
نېټه: د دسمبر 20، 2024
ځای: چین
موده: ۴۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-20 07:22
وروستی سمون: 2024-12-20 07:26
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جمعې په ورځ په تیانجین کې د سربیا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو جوریک سره د اړیکو او همکاریو په پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې وانګ یي وویل، چې چین او سربیا د زورواکو سیاستونو او زورواکۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په ترڅ کې کلکه دوستي رامنځته کړې ده، چې له دې امله دواړه هېوادونه د یو بل د باور وړ او ټینګ ملګري ګرځېدلي دي.
نوموړي دغه راز وویل چې چین سربیا ته بلنه ورکوي څو د چین د چټک پرمختګ په سفر کې ګډون وکړي او دواړه هېوادونه په ګډه د پرمختګ لپاره هڅه وکړي. هغه زیاته کړه چې چین به د سربیا د خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې ټینګ ملاتړ جاري وساتي او د سربیا په ځواکمن کېدو کې به هم مرسته وکړي.
له بلې خوا، د سربیا د بهرنیو چارو وزیر مارکو جوریک وویل چې سربیا د چین سره خپلې اړیکې د خپلې دیپلوماتیکې تکیې په توګه ګڼي. هغه زیاته کړه چې سربیا به د یوه چین سیاست ته ژمنه پاتې شي او د چین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په هڅو کې ټینګ ملاتړ وکړي.