ای ډي: 8408517
نېټه: د دسمبر 18، 2024
ځای: د سوریې عربي جمهوریت
موده: یوه دقیقه او اوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-18 17:08
وروستی سمون: 2024-12-18 19:01
بشپړ خبر
د سوریې هوایي شرکت چارواکو خبر ورکړی، چې په حلب او دمشق هوایي ډګرونو کې به ډېر ژر نړیوالې الوتنې پیل شي. د چهارشنبې په ورځ د دمشق نړیوال هوایي ډګر د کورنیو الوتنو لپاره بیا پرانیستل شو، چې دې سره د نړیوالو الوتنو د بیا پیلیدو لړۍ ته لاره هواره شوه.
په دمشق نړیوال هوایي ډګر کې خدماتي ډلې د ځمکې پاکولو په حال کې لیدل شوې او ځینې کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي. یاده دې وي چې د دسمبر په ۸مه نېټه د دغه هوایي ډګر الوتکو او ملکیتونو ته سخت زیان واوښت.
د سوریې هوایي شرکت تخنیکي مدیر یوسف الخلیل وویل، چې د هوایي ډګر او الوتکو وسایلو ته سخت زیان اوښتی و، خو ټولې ستونزې حل شوې او عوارض تسم شوي دي.
د هوايي ډګر چارواکي وايي، په راتلونکو ورځو کې به دغه ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره بیرته چمتو شي.
همداراز، د سوریې هوایي شرکت چارواکو خبر ورکړی چې د دمشق نړیوال هوایي ډګر ترڅنګ، د حلب هوایي ډګر هم د الوتنو لپاره فعالیت پیل کړی دی. د سوریې هوایي شرکت ویلي، لکه څنګه چې کورنۍ الوتنې ورو ورو بېرته پیل کیږي، نړیوالې الوتنې به هم په نږدې ورځو کې بیا پیل شي.
د سوریې هوایي شرکت د خوندیتوب مدیر کهر وویل، چې د حلب او دمشق نړیوال هوایي ډګرونه د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دي او ډیر ژر به د نړیوالو الوتنو لپاره هم فعال شي.