د کابل ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک د دویمې برخې د پخولو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په خبره، دغه سړک چې ۱۳۴۸متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري؛ د پخولو چارې یې په ښه کیفیت بشپړې شوې او د لښتیو، بایسکل چلولو لیکو، څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او نورو کارونه یې روان دي او هڅه کېږي چې هغه هم ژر تر ژره بشپړ شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د ده دانا، چهلستون او په ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.