د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي. د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات ویلي، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کیفیت هم ښه شوی دی. سادات زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر دېره اروپایي هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي دي. د یادونې ده، چې افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کیفیت پلوه ترې مخکې دي.