د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو این ډي پي) مسوولین وايي، چې د افغان بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دې پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن رودریګز په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دغه سازمان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو حل لپاره کروندګرو ته د بدیل کښت لپاره د ځمکې چمتو کولو ترڅنګ، نور پروګرامونه هم عملي کوي. په ورته وخت کې یوشمېر کروندګر د بدیل کښت نه لرلو په اړه شکایت کوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې اصلاح شویو تخمونو ته یې د لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي.