د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا /کیوبا
ایډي: 8407477
نېټه: د دسمبر 11، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپاړلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-11 00:41
وروستی سمون: 2024-12-11 04:11
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په بېجینګ کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې چین له متحده ایالاتو څخه غوښتي چې پر کیوبا ټول بندیزونه او محدودیتونه لرې او ختم کړي.
اغلې ماو دغه څرګندونې د هغه امریکایي څېړنیز مرکز د ادعا په ځواب کې وکړې چې ګواکي په کیوبا کې د چین پوځي اډه جوړه شوې ده.
نوموړې دغه راز ویلي، چې ما دغه وضعیت څارلی، لکه څنګه چې د کیوبا مرستیال بهرنیو چارو وزیر کارلوس فرنانډیز ډي کاسیو ویلي، چې د امریکا د څېړنیز مرکز ادعاوې چې ګواکي په کیوبا کې د چین پوځي اډه حضور لري، دغه ټولې ادعاوې بې بنسټه دي. نوموړې زیاته کړه زه غواړم ټینګار وکړم چې د چین او کیوبا همکاري روښانه او صادقانه ده او هېڅ بل اړخ ته نه متوجه کېږي. موږ په کلکه د هر ډول زیانمنو دروغو او بریدونو ردولو ته ژمن یو او هېڅکله به یې ونه منو.
هغې د خپلې وینا پر دوام سره وویل، چې دا جوته خبره ده چې د امریکا استخباراتي ادارې په لاتیني امریکا او اوقیانوس کې یو بدنام تعقیبي ریکارډ لري. متحده ایالاتو ګوانتانامو په غیر قانوني توګه د خپلې پوځي اډې په توګه اشغال کړې او د کیوبا پر وړاندې یې د شپږو لسیزو څخه زیات بندیزونه لګولي، چې د کیوبا خلکو ته یې سخت زیان رسولی دی. چین یو ځل بیا پر امریکا غږ کوي چې د نړیوالې ټولنې د عدالت غوښتنې ته غاړه کېږدي او ژر تر ژره دغه بندیزونه چې د کیوبا پر وړاندې دي، لرې کړي. او دغه راز کیوبا له هغه فهرسته چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي هېوادونو نومول شوي دي ترې لرې کړي او د کیوبا د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه دې نه نیسي.








