د چین – بهرنۍ سوداګرۍ/کرنيز محصولات
ایډي: 8407301
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-10 00:58
وروستی سمون: 2024-12-10 03:49
بشپړ خبر
د وروستیو معلوماتو له مخې، د چین کرنیز توکي د کمربند او لارې نوښت او د سرحدونو ترمنځ د بریښنايي سوداګرۍ د چټک پرمختګ په برکت نړیوالو بازارونو ته پراخ لاسرسی پیدا کړی دی.
د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د چینايي کرنیز صادراتو کچه شاوخوا ۹۰.۷۳ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلې، چې په سلو کې ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښیي.دچین د ګمرکونو د احصایو له مخې، د وچو او تازه مېوو او مغذیاتو صادراتو کې ۲۲.۲ سلنه، د سبزیجاتو صادراتو کې ۱۱.۴ سلنه، او د څښاکو صادراتو کې بیا ۷.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د چین ګانسو ولایت، چې د هېواد یو مهمه تولیدي سیمه ده، د خپلو خوږو او آبدارو ځانګړتیاو له امله د نړیوالو پیرودونکو پام ځانته راجلب کړی دی. د دې ځانګړی طعم د ولایت د طبیعي اقلیمي شرایطو نتیجه ده، چې د هغوی د غوره خوند او کیفیت لامل ګرځېدلی دی.
ویل کېږي چې د محلي مڼو تولیدوونکو په دې کال کې مخکې له مخکې د صادراتو غوښتنې ترلاسه کړې دي، چې زیاتره به د کمربند او لارې نوښت شریکو هېوادونو لکه نیپال او ویتنام ته صادر شي.
د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې، د ګانسو ولایت د مڼو صادرات د تېر کال په پرتله ۴۰٪ زیات شوي دي.
همداراز د هیکسي د لارې د تخمونو صادرات، چې د لرغونې ورېښم لارې پر اوږدو کې د سوداګرو لپاره یوه مهمه لار ده، له ۱۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د لانژو ګمرک مرستیال مشر لیو هانمینګ وایي، د روان کال د اګست میاشتې راهیسې د ګانسو کرنیزو محصولاتو صادرات د تېر کال په پرتله له ۲۰سلنه زیات شوي دي. چې د دې ولایت له ۲۰ څخه زیات محصولات له ۱۰۰ څخم زیاتو هېوادونو او سیمو ته صادر شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د ګانسو واردات او صادرات له هغو هېوادونو سره چې د کمربند او لارې نوښت سره یوځای کار کوي، شاوخوا ۴۰ میلیارد یوانو ته رسېدلي دي.
په ورته مهال، د ګمرکونو د عمومي ادارې د احصایې او تحلیل څانګې مشر لیو ډالیانګ وايي، چې ګمرکونه به د نظارت او خدماتو د ښه کولو په لور لاړ شي. دې کار سره به زیات شمېر لوړ کیفیت لرونکي کرنیز محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي او د نړۍ په کچه مصرفوونکو ته به نور “چیني خوندونه” هم وړاندې شي.