د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/جنوبي کوریا
ای ډي: 8407207
نیټه: د دسمبر 9، 2024
ځای: چین
موده: ۲۵ ثانیې
سرچینه (CCTV):
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-09 00:53
وروستی سمون: 2024-12-09 03:00
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په پلازمېنه بېجینګ کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سویلي کوریا سره د چین د اړیکو په اړه د دغه هېواد دریځ نه دی بدل شوی.
ماو دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې پکې د سویلي کوریا د لنډمهاله پوځي حکومت یا مارشل لا د پلي کېدو پرمهال پر دوه اړخیزو اړیکو د اغېز په اړه پوښتنه شوې وه.
نوموړې وویل، هغه څه چې په جنوبي کوريا کې روان دي، ، دا د دوی داخلي مسئله ده، او موږ پرې هېڅ تبصره نه لرو. هغې زیاته کړه چې د چین دریځ په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې د سویلي کوریا سره نه دی بدل شوی او لا هم ثابت پاتې دی.
د یادونې وړ ده، چې د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د تېرې سه شنبې په شپه مارشل لا یا پوځي حالت اعلان کړ، خو وروسته له دې چې پارلمان یې پر وړاندې رایه ورکړه، دغه قانون بیرته ژر لغوه شو.