د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۲ شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادو شبکو په جوړېدو سره به د سیمې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغولو او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې شبکې د (یو این ډي پي) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د مسوولینو په خبره په دې پروژو کې د دوو څاګانو کېندلو د دوو ذخیرو جوړولو او د پایپ غځولو چارې شاملې دي، چې ورسره به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.