د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت احمدخېلو ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کې د اوبو لګولو یوهکانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره دغه کانال چې ۳۲۰ متره اوږدوالی لري، د څه باندې ۱،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د کانالونو او نورو رغنیزو پروژو چارې روانې دي.