د بامیان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو دوه کان کیندونکي مړه شوي دي. دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په خواجه ګنج کلي کې رامنځته شوې ده. د ځایي مسوولینو په خبره دغه کسان د ګازو د لګېدو له امله مړه شوي دي. تېره ورځ د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله د سرپرست حکومت سیمه ییزو مسوولینو د یوه کارګر د مړه کېدو خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ګاز ډبې چاودنې او د کانونو نړېدو تل د ګڼو کارګرانو ژوند اخيستى دى. باید وویل شي، چې د کانونو غیر معیاري استخراج د کانونو د نړېدو او مرګژوبلې یو له مهمو لاملونو څخه دی.