د چین ساینسي ښار / لویې پروژې
ایډي: 8406952
نېټه: د دسمبر 5، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-07 04:18
وروستی سمون: 2024-12-07 04:24
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د چین د جنوب ګوانګدونګ ولایت د شینجیانګ په ګوانګ مېنګ ښار مسوولینو د څو پرمختللو ساینسي او ټېکنالوژیکو پروژو فعالیت پیل کړی دی. د یادو پروژو اعلان د ۲۰۲۴ کال د ګوانګ مېنګ ښار ساینسي فورم په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ په شینجیانګ کې وشو.
ویل کېږي چې په دغه ښار کې ساینسي او ټېکنالوژیکو پروژو کې د مصنوعي بیولوژۍ څېړنه، د دماغ تحلیل او د دماغ تقلید (سمول) شامل دي.
د مصنوعي بیولوژۍ څېړنه یا (د ژوندیو موجوداتو مصنوعي څېړنې) پروژه د نړۍ لومړی لوی ساینسي سیستم دی چې د مصنوعي ځیرکتیا او اتوماتیک تخنیکونو سره یوځای کار کوي. دغه پروژه د دودیزو اړوند چارو ځای نیسي او د څېړنې بهیر چټک او اغېزمن کوي.
سربېره پر دې، یوه بله لویه پروژه چې د لوړ وضاحت نیوټرون سپیکټرو میټر په نامه یادېږي، اوس مهال د ازموینې پړاو ته داخله شوې ده.
اوس مهال د دې پروژو په عملي کولو او ازمایښتي فعالیتونو کې د ګوانګ مېنګ ساینسي ښار په اووه لویو پروژو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د چین د علومو اکاډمۍ غړي یانګ شویمینګ وايي، دغه تاسیسات خپل ځانګړي خصوصیات لري چې د ګوانګدونګ-هونګ کانګ-مکاؤ په شمول د لویې خلیج سیمې د پرمختګ لپاره د خدمت کولو توان ورکوي. دوی کولای شي په ملي او حتی په نړیواله کچه د علمي څېړنو په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د ویلو وړ ده چې د ګوانګ مېنګ ساینس ښار د ګوانګدونګ-هونګ کانګ-مکاؤ لویې خلیج سیمې د نړیوال ساینس او ټېکنالوژۍ نوښت مرکز لپاره یوه مخکښه سیمه ده.