چین-انګلستان/فورم/کارموندنه
ایډي: 8406832
نېټه: د دسمبر 5-6، 2024
ځای: چین
موده:۴۱ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-06 07:12
وروستی سمون: 2024-12-06 13:15
بشپړ خبر
د برېټانوي پوهنتونونو څخه د فارغو شويو چيني محصلينو لپاره د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجینګ کې یوه غونډه ترسره شوه. چې موخه یې د دې محصلینو لپاره د دندې فرصتونه پراخول او دوی ته د کار موندلو لارښوونې وړاندې کول و.
دغه غونډه چې د برېټانوي شورا د کلتوري او تعلیمي اړیکو سازمان لخوا تنظیم شوې وه، شاوخوا ۲۰۰ ګډونوال درلودل. ګډونوالو په دې غونډه کې د ننني پرمختللي کاري بازار لپاره تګلارې وڅېړلې.
همدارنګه په غونډه کې په چین کې د کاري بازار پر رجحاناتو او هغو چینایي زده کوونکو باندې هم خبرې وشوې چې د برېټانیا له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او د دندو موندلو لپاره خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاده غونډه د چين د کارموندنې د دوه ورځني فورم او د محصلينو د ښه راغلاست يوه برخه وه چې د برېټانيا پوهنتونونو او پخوانيو محصلينو ته يې د چين د چټک بدلېدونکي چاپېريال، تګلارو او د کار د بازار د وروستيو رجحاناتو په اړه ښه پوهاوی ورکړ.